لیګونه

د لس اوریزه لیګ ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې نن یې سوپر لیګ پایلیږي.

د ابوظبۍ په کوربتوب پیل شوی لس اوریزه کرکټ لیګ څلورم فصل سیالۍ پرون د جنورۍ په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېدې.

ګروپي سیالیو کې چې اته لوبډلې په اې او بي ګروپونو ویشل شوي وې د هرې لوبډلې درې او ټولټال «۱۲» سیالیو وروسته پای ته ورسېدې، ټاکل شوې ده چې د دغه لیګ «سوپر لیګ» مرحله نن په درې سیالیو ترسره کولو سره پیل شي.

ګروپي سیالیو کې په «اې» ګروپ کې «نرترن واریرز» د دوه لوبو په ګټلو سره لومړی، ډیلي بولز د دوه لوبو په ګټلو سره دوهم، بنګله ټایګرز او ماراټا عربینز د یوې یوې لوبې په ګټلو سره دریم او څلورم مقامونه خپل کړل.

په «بي» ګروپ کې بیا قلندرز د دورې لوبې په ګټلو سره لومړی، ټیم ابو دوبۍ، ډیکن ګیلاډیټرز او پونا ډیویلز د یوې یوې لوبې په ګټلو سره په ترتیب سره، دوهم، دریم او څلورم مقامونه خپل کړل.

اوس په سوپر لیګ مرحله کې هم هره لوبډله درې سیالۍ ترسره کوي چې د سوپر لیګ مرحلې ټولټال ۱۲ سیالۍ ترسره کیږي، بیا به د لوبډلو ګروپي او سوپر لیګ پړاو نمرو یا پوینټونه ته کتل کیږي چې د سر څلور مخکښې لوبډلې به دوهم پړاو ته لار پیدا کړي.

د سوپر لیګ لومړۍ درې سیالۍ نن د فبروري په لومړۍ نېټه ترسره کیږي چې لومړۍ لوبه مازدیګز ۴ بجې د پونا ډیویلز او بنګله ټایګرز ترمنځ ترسره کیږي.

دوهمه لوبه ماښام ۶:۳۰ بجې د ټیم ابو دوبۍ او نرترن واریرز ترمنځ ترسره کیږي، دریمه لوبه د شپې ۹:۰۰ بجې د ډیلي بولز او ډیکن ګیلاډیټز ترمنځ ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې