دلوبغاړو په اړه

میچل سټارک ۳۱ کلن شو، د کرکټ کیریر ته یې وګورئ!

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټګ توپ اچونکی «میچل سټارک» نن د جنورۍ ۳۰مه ۳۱ کلن شو، نوموړی له نن څخه ۳۱ کاله وړاندې په کال ۱۹۹۰ کې د جنورۍ په ۳۰مه نېټه استرالیا هېواد کې نړۍ ته راغلی.

میچل سټارک چې د ګړندۍ توپ اچونې له امله ځانګړی شهرت لري د اسرالیا دپاره په ۶۱ ټیسټ، ۹۶ یو ورځنۍ او ۳۵ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی، نوموړي په ټیسټ فارمټ کې ۲۵۵، یو ورځنۍ فارمټ کې ۱۸۴ او شل اوریزه فارمټ کې بیا ۴۷ ویکټې ترلاسه کړي دي.
همدا راز یې د هند پریمر لیګ په ۲۷ سیالیو کې ۳۴ ویکټې ترلاسه کړي دي.

میچل سټارک په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹م کال نړیوال جامونو کې تر ټولو ډېرو ویکټو اخیستونکی توپ اچونکی وشمېرل شو.

میچل سټارک د نړیوال کرکټ پیل په ورځني لوبه د هندوستان خلاف ۲۰۱۰م کال کې د اکتوبر په ۲۰مه نېټه وکړ، نوموړي لومړۍ ټیسټ سیالۍ په ۲۰۱۱م کال کې د ډسمبر لومړۍ نېټه د نیوزیلینډ خلاف ترسره کړه، همدا راز یې لومړۍ شل اوریزه لوبه د پاکستان خلاف ۲۰۱۲م کال کې د سپټمبر ۷مه نېټه ترسره کړه.

میچل سټارک وروستۍ ټیسټ لوبه ۲۰۲۱م کال کې د جنورۍ ۱۵مه نېټه د هندوستان، وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ۲۰۲۰م کال کې د نومبر ۲۹مه نېټه د هندوستان، او وروستۍ شل اوریزه لوبه ۲۰۲۰م کال کې د ډسمبر په ۴مه نېټه د هندوستان خلاف ترسره کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې