نړیوال کریکټ

انضمام الحق: د لوبډلې ښه جوړښت پایله وه چې سویلي ته مو ماته ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر «انضمام الحق» د سویلي افریقا په وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بریا د لوبډلې ښه جوړښت له امله وبلله.

انضمام الحق وايي چې بابر اعظم په دې سیالۍ کې غوره لوبډلمشري وکړه، حتی د یوې شېبې لپاره هم دا احساس ونه کړ چې د لومړي ځل لپاره په ټیسټ لوبه کې د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کوي.

انضمام الحق وویل چې له ټپي کیدو وروسته کرکټ ته راستنیدل او بیا د لومړي ځل لپاره د ټیسټ لوبډلې رهبري کول پر بابر اعظم فشار و، مګر ده هېڅ داسې کوم اخساس ونکړ.

انضمام الحق وویل چې د لوبې په جریان کې د بابر اعظم لخوا د ساحې موقعیت ساتل د هغه د مشرتابه وړتیاوې په ګوته کوي.

پخواني لوبډلمشر وویل چې فواد عالم د سیالۍ په لومړي اننګز کې په زړه پورې سلیزه ترلاسه کړه، هغه دلته له پچ او شرایطو ښه ګټه پورته کړه، نوموړي زیاته کړه چې فواد عالم د کراچۍ په ملي لوبغالي کې د لوبو پراخه تجربه لري ، هغه دلته د فرسټ کلاس «لومړۍ درجه» سیالیو کې «۱۰» سلیزې ترلاسه کړي دي.

انضمام الحق وویل چې د فواد عالم او اظهر علي ملګرتیا ثابته کړه چې دوی لویې تجروبې لري، په داسې حال کې چې پاکستان د ۲۷ منډو په بدل کې څلور لوبغاړي د لاسه ورکړي وو د دواړو لوبغاړو تجربې د پاکستان لوبډله له مشکلاتو څخه راوبسله او د دوی تجروبې د ستاینې وړ دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې