دلوبغاړو په اړهلیګونه

ټي10لیګ د شهزاد ناکامي خو د کریم جنت او رحمان الله ګربز کارنامه

د امارتو ټي10لیګ سیالۍ تیره ورځ د جنورۍ په ۲۷مه په اماراتو کې پیل شوې چې یودرجن افغان لوبغاړي هم دغو سیالیو ته اخستل شوي دي، ددې سیالیو د پیل لوبه کې جاوید احمدي و چې ښه توپ وهنه یې ونکړه ناکامه و، دوهمه لوبه کې شهزاد محمدي و چې د یوې شپږیزې پر مټ یې ۸ منډې جوړې کړې دی هم ښه نه و، خو دریمه لوبه کې بیا دوه افغان لوبغاړو پاچاهي وکړه.

په دریمه لوبه کې رحمان الله ګربز، کریم جنت، مجیب الرحمن، محمد نبي، قیس احمد او فضل الحق فاروقي ولوبیدل چې ګربز په ۱۵ توپونو د پنځه شپږیزو او دوه څلوریزو پرمټ چټکې ۴۱ منډې جوړې کړې، کریم جنت په دوه اورونو کې دوه ویکټې واخستې او فضل الحق فاروقي هم یوه ویکټه واخسته چې کارنامه یې وکړه مګر دې لوبه کې محمد نبي او مجیب الرحمن هم د شهزاد په څېر ښه نه وو نبي په صفر وسوځید او مجیب ویکټ وانخسته.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې