نړیوال کریکټ

شکیب الحسن د وېسټ انډېز پر وړاندې ټېسټ سیالیو ته روغ ونومول شو

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې لپاره خورا په زړه پورې خبر بیا دا دی، چې د دوی افسانوې او پیاوړی الراونډر لوبغاړی شکیب الحسن د وېسټ انډېز پر وړاندې سیالیو ته فټ یا روغ لوبغاړی اعلان شو.

شکیب الحسن وروسته له هغې درد احساس کړ چې د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې یې درېمه یوه ورځنۍ سیالۍ کې په پنځم اور کې درد احساس کړ چې وروسته بیا له لوبې څخه بهر شو. خو په ورته مهال یو شمیر انګیرنې موجودې وي چې ښایې نوموړی د درد له امله د وېسټ انډېز پر وړاندې دوه ټېسټ لوبو کې برخه وانخلي.

د یادولو وړ ده چې د ټېسټ لوبو لړۍ به د فبرورۍ له ۳ مې نیټې څخه په چټوګرام کې پیل شي. دا لوبې په بنګله دېش کې د بنګله دېش په کوربتوب ترسره کېږي. په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې د شکیب الحسن ایکسري مثبته ده او اوس کوم درد نه لري. هغه کولی شي خپل کریکټ ته دوام ورکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې