افغانستان کریکټ

ایوبي: راتلونکي پړاو لس اوریزه کرکټ لیګ کې یوه لوبډله اخلم.

په شپږیزه کرکټ لیګ کې د «ګابل بازانو» لوبډلې مالک «عبدالطیف ایوبي» وایي چې راتلونکي پنځم پړاو لس اوریزه کرکټ لیګ دپاره کوشش کوي چې د یوې لوبډلې سپانسرشپ واخلي.

نوموړي «افغان کریک انفو» ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل” سږ کال مې هم د لس اوریزه کرکټ لیګ منجمینټ «ادارې» سره ناسته ترسره کړه، خو نوموړي وویل چې د لوبغاړو پېر یا بولۍ ته د وخت کموالي له امله سره تفاهم ته ونه رسېدو.

ایوبي زیاته کړه چې که راتلونکي پړاو کې ورته زمینا برابره شي نو چمتو دی چې یوه لوبډله وپېري، هغه دا هم وویل چې لس اوریزه کرکټ لیګ کې به لوبډله د «کابل ایګلز» په نوم ولوبوي.

ایوبي د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې افغان کریک انفو ته وویل” که چېرته د لوبډلې په اخیستو بریالي شي نو په لوبډله کې به د «نرترن واریرز» په څېر ۸۰ سلنه د افعانستان ځوان لوبغاړي ولوبوي.

د یادولو وړ ده چې ابوظبي لس اوریزه کرکټ لیګ په لومړي ځل ۲۰۱۷ م کال کې رامنځته شو چې اوس مهال یې د نړۍ بېلا بېلو تجاراتو لخوا لوبډلې سپانسر شوي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې