لیګونه

شاهد افریدي د اماراتو هوایي ډګر څخه بېرته پاکستان ته لیږل شوی.

ټاکل شوي ده چې نن د جنورۍ ۲۸مه نېټه لس اوریزه کرکټ څلور فصل پیل شي، خو شاهد افریدي د ابو ظهبي لس اوریزه لیګ څخه دمخه د ویزې ستونزې سره مخ دی.

راپورونه وایي چې اوس شاهد افریدي بېرته پاکستان ته تللی ترڅو خپله وېزه تازه ترلاسه کړي او هغه به بېرته متحده عربي اماراتو ته راستون شي ترڅو د لیګ څلورم فصل کې برخه واخلي.

لس اوریزه کرکټ لیګ نن د اتو لوبډلو په ګډون پیلیږي چې د جنورۍ تر ۶مې نېټې دوام کوي، دا لیګ ټولټال اتو لوبډلو ترمنځ «۲۹» سیالۍ ترسره کیږي چې د لسو ورځو په موده کې به ترسره شي.

د کرکټ نړۍ څخه ډیر لوی نومونه به پدې سیالیو کې برخه اخلي، کیرون پولارډ ، سنیل نارین ، عمران طاهر ، ډیوین براوو ، محمد حفیظ ، شعیب ملک ، کریس ګیل ، الیکس هیلز او شاهد افریدي هغه مخکښ نومونه دي چې په دې سیالۍ کې به ګډون وکړي، ترڅنګ یې شاوخوا ۱۵ افغان لوبغاړي هم ددغو سیالیو ګډونوال دي.

د لس اوریزه کرکټ لیګ لومړۍ لوبه نن مازدیګر څلور بجې د ماراټا عربینز نرترن واریرز ترمنځ ترسره کیږي، شاهد افریدي چې د قلندرز لوبډلې غړی دی لومړۍ لوبه به سبا د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د پونا ډېویلز خلاف ترسره کړي.

لس اوریزه کرکټ لیګ د مینوالو دپاره په بېلا بېلو نړیوالو سپورتي چینلونو خپریږي چې افغانستان کې یې «ملي سپورټس» تلویزیون په ژوندۍ او قانوني بڼه مینوالو ته خپروي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې