لیګونه

د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو د لوبغاړو د نیلامي کره نېټه څرګنده شوه

ای پي ایل چهارشنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو نیلامي به د فبروري په ۱۸ مه نېټه په چینای کې ترسره شي، دا د ای پي ایل سیالیو ۱۴ پړاو دی، ددې پړاو لپاره ځینو لوبډلو خپل پخواني لوبغاړي له ځان سره ساتلي او ځینو بیا د هغو لوبغاړو لیستونه خپاره کړي چې نه غواړي سږکال یې له ځان سره ولوبوي.
حیدراباد لوبډلې راشد او محمد نبي عیسی خېل له ځان سره ساتلي خو پنجاب لوبډلې بیا له مجیب سره خدای پاماني کړې همداراز زیاتو نورو لوبډلو هم یو شمېر لوبغاړي پرېښودي دي چې دفبروري په ۱۸مه به د نویو لوبډلو له لوري وپېرل شي او دې نیلامي کې شاید د افغان لوبغاړو له منځه کوم بل لوبغاړی هم واخستل شي چې تر ډېره پر رحمان الله ګربز مبصرین تبصرې کوي چې شاید ای پي ایل کې د یوې لوبډلې لخوا و پېرل شي.
د ای پي ایل سیالیو ۱۴ پړاو به دننه په هندوستان کې ترسره شي خو له دې مخکې ددې لوبو ۱۳ پړاو د کرونا له وجې له هندوستان بهر په عربي متحده اماراتو کې د تړلو دروازو ترشاه ترسره شو چې ممبیي انډینز لوبډلې یې قهرماني خپله کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې