افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

له نبي څخه شکیب وګتله، خو راشد ارمان بیا دوه قدمه مخ ته راغلی

د کرکټ نړیوالې شورا نن یو ځل بیا د الراونډرانو نړیواله درجه بندي خپره کړه چې پکي بنګله دیشی شکیب الحسن لومړنی، افغان لوبغاړی محمد نبي په دوهم، انګلستانی کریس ووکس په درېم، بین سټوکز په څلورم، پاکستانی عماد وسیم په پنځم، افغان ګوګلي ماسټر راشد خان بیا په شپږم، نیوزیلینډی کولین ډي ګرینډ هوم په اووم، هندي رویندرا جدیجا په اتم، نیوزیلینډ ورو توپ اچونکی میچل سټنر په نهم، او زیمبابوې الراونډر سین ویلیمس بیا په لسم مقام کې ځای لري.


یاده دې وي چې راشد خان ارمان د ایرلینډ پروړاندې د دوه غوره سیالیو وروسته له اتم مقام څخه شپږم مقام ته راورسید بل پلو بنګله دیشي لوبغاړي شکیب الحسن د ویسټ انډیز ځوانه لوبډله په درې پنځوس اوریزو لوبو کې سخته وننګوله چې لامل یې همدا شو چې د آی سي سي سره په تازه درجه بندۍ کې یې لومړۍ مقام ترلاسه کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې