دلوبغاړو په اړه

راشدخان په دغه کارنامه د اسیا دریم او افغانستان لومړی لوبغاړی وشمرل شو.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ پیل شوي ورلډ کپ سوپر لیګ سیالۍ د افغانستان په بریا سره پای ته ورسېدې.

د درې یو ورځنیو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان درې د صفر په مقابل کې بریا ترلاسه کړه، که څه هم پاول سټرلینګ په دغه لړۍ د دوه سلیزو په مټ څه کمې درې سوه منډې جوړې کړې، خو ایرلینډ ته یې ګټه ونه رسېده.

افغان ګوګلي مسټر راشدخان چې دغه لړۍ کې د توپ وهونې او توپ اچونې برخه کې فرفامنس وکړ یوه بله کارنامه هم وکړه.

راشدخان پرون په ۴۸ منډو جوړولو سره د یو ورځنیو لوبو «۱۰۰۰» منډې جوړې کړې، راشدخان د ۱۰۰۰ منډو جوړولو ترڅنګ په دغه فارمټ کې ۱۰۰ ویکټې هم اخیستي دي چې ټولټال یې ۱۴۰ لوبغاړي سوځولي دي.

راشدخان لومړی افغان او دریم د اسیایي هېوادونو لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې چټکې ۱۰۰ ویکټې او ۱۰۰۰ منډې پوره کوي.

راشدخان پرون د ایرلینډ خلاف ۷۴مه لوبه ترسره کړه چې پکې یې د چټکو زرو منډو او سل ویکټو اخیستو لړۍ بشپړه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې