افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

راشدخان د لوبې د ګټلو وروسته پر فسبوک پاڼه سختې دردوونکې جملې ولیکلې

افغان لوبډلې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړه او ایرلینډۍ لوبډله یې تش لاس رخصت کړه، دریمه یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبغاړی راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شو، نوموړي لوبه کې ۴۸ چټکې منډې جوړې کړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول خو د لوبې د ګټلو وروسته یې سختې دردوونکې جملې پر فسبوک پاڼه ولیکلې هغه لیکلي چې ” مور جانې او پلار جانه، رب مو د جنتونو سرداران لره. نن مې د خپل ګران افغانستان لپاره بیا ښه لوبه وکړه او بیا مو لوبه وګټله. نن له لوبې وروسته ستاسو شاباسي او افریني نه وو، مورجانې، زما تر باولینګ به زما بېټېنګ ستا ډېر خوښېده، نن مې ښه بېټېنګ هم وکړ، خو تاسو نه واست چې پر تلویزون مو خپل د دیدن ارماني زوی لیدلی وای او بیا مو له لوبې وروسته ورته شاباسي ویلي وای. نن مو هغه وطن ته بیا ویاړ راوړ چې ته یې په ښکلې غېږه کې په ابدي‌ خوب ویده يي، مور جانې او پلارجانه، نن د لوبې غوره لوبغاړی شوم او خپل ایوارډ مې ستاسو په نوم کړ، ډاډ یم چې په دې کار سره به مو روح ارام او د خوشحالۍ احساس وکړي، تاسو په دنیا کې نه یاست،‌ خو زما د ژوند په هر قدم او هر پر مختګ کې ستاسو خندانه او مهربانه څېرې راته تل ځلیږي. رب مو هغه دنیا ښایسته کړه. نن مې ډېر ویادېدی!”

د یادونې ده چې راشدخان دوهمه لوبه کې هم توپوهنه کړې وه اوپنځوسیزه یې جوړه کړې وه

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې