لیګونه

د کرکټ نړیوالې شورا یوځل بیا د «IPL« له امله د ټورنمینټ نېټه بدله کړه.

د کریکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د ۲۰۲۱م کال هندوستان غوره لیګ «ای پي ایل» له امله د نړیوالې ټېسټ اتلولۍ وروستۍ نیټه بدل کړه.

د معلوماتو له مخې ټاکل شوې وه چې د ټېسټ اتلولۍ وروستۍ پای لوبه د جون په ۱۰مه د لندن په تاریخي لارډز کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، پداسې حال کې چې د ای پي ایل فاینل هم احتمال لري چې د ورته نیټې شاوخوا په جون میاشت کې ترسره شي.

په هندوستان کې د کرکټ کنټرول ادارې «بي سي سي ای» په وینا د ټیسټ اتلولۍ فائنل به اوس د جون له ۱۸مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د «ای پي ایل» مهالویش لا نه دی اعلان شوی خو دا سیالۍ به د مۍ میاشتې په وروستیو کې پای ته ورسیږي.

له بلې خوا د تېسټ اتلوالۍ په درجه بندۍ کې هند په ۴۳۰ نمرو لرلو سره لومړی، نیوزلینډ په ۴۲۰ نمرو درلودلو سره دوهم او استرالیا په ۳۳۲ نمرو یا پوینټونو درلودو سره دریم مقام لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې