دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د محمد نوید او شایمن انور لپاره به د کرکټ نړیواله شورا ډېر ژر سزا اعلان کړي

د متحده عربي اماراتو په دوه مخکښ لوبغاړو شایمن انور او چټک بالر محمد نوید باندې تور دی چې دوی د تیر نړیوال جام په کوالیفاېر روانډ کې درغلي کړې شایمن انور او محمد نوید د متحده عربي اماراتو د لوبډلې ترټولو مهم لوبغاړي و چې د ډېر وخته په لوبډله کې نه دې لیدل شوې او لامل یې همدا دی چې د ایرلینډ پروړاندې هم په سیالیو کې ښکاره نشو.


د شایمن انور او محمد نوید لپاره به آي سي سي یا د کرکټ نړیواله شورا ډېر ژر د بند سزا اعلان کړي، یاده دې وي چې دا تورونه د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ منلي خو د کرکټ نړیوالې شورا نهایې پرېکړې ته شیبې شمارې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې