افغانستان کریکټ

د لس اوریزه کرکټ لیګ سبا د جنورۍ په ۲۸مه نېټه پیلیږي.

ټاکل شوې ده چې د ابوظبي په کوربتوب څلورم پړاؤ لس اوریزه «T10» کرکټ لیګ سیالۍ سبا د جنورۍ په ۲۸مه نېټه پیل شي.

دغه سیالۍ د جنورۍ په ۲۸مه پیلیږي او د راتلونکي فبروري تر ۶مه نېټه دوام کوي ټولټال به ۲۹ سیالۍ ترسره شي، په دغه لیګ کې د تېر په څېر ټولټال «۸» لوبډلې ګډون کوي چې په «اې» او «بي» ګروپونو ویشل شوي دي.

په «A» ګروپ کې، ماراټا عربینز، بنګال ټایګرز، ډیلي پولز او نرترن واریرز لوبډلې شاملې دي.

په «B» ګروپ کې بیا ډیکن ګلاډیټرز، قلندرز، ټیم ابوظبي او پونا ډېوبلز لوبډلې شاملې دي.

په سیالۍ کې به درې اوره پاور پلې ترسره کیږي، هر توپ اچونکی فقط دوه اوره کولی شي، هره لوبه د ۹۰ دقیقو یا یو نیم ساعت په وخت په جریان کې کې ترسره کیږي، هره ورځ به درې سیالۍ ترسره کیږي.

د ګروپ سټیج مرحله کې به هره لوبډله درې سیالۍ ترسره کړي، د ګروپ مرحلې ټولټال «۱۲» سیالۍ ترسره کیږي، د ګروپ مرحلې وروسته به اته واړه لوبډلې سوپر لیګ مرحلې ته داخلې شي.

سوپر لیګ مرحله کې به د «اې» ګروپ لوبډلې د «بي» ګروپ لوبډلو سره ولوببیږي چې ټولټال به ۱۲ سیالۍ بیا هم ترسره شي، د دغه مرحلې پای ته رسېدو وروسته د اوبډلو د لیګ او ګروپ سټېج نمرو «پوینټونو» ته کتل کیږي.

د سر دوه مخکښې لوبډلې به د یوبل خلاف ولوبیږي، ګټونکي پای لوبې ته ځي او بایلونکي یوبل چانس هم لري، د دریم او څلورم مقام لرونکي لوبډلو ترمنځ هم لوبه ترسره کیږي چې ګټونکي لوبډله به په سمي پاینل کې د لومړي او دوهم مقام بایلدونکي لوبډلې سره ولوبیږي.

سمي پاینل او پاینل دواړه د فبروري په ۶مه نېټه ترسره کیږي.

لس اوریزه لیګ کې د اتو ګډون کونکو لوبډلو سکواډونه یا نوملړ:

Bangla Tigers

Noor Ahmad, Qais Ahmad, Johnson Charles, Fazalhaq Farooqui, Andre Fletcher, Mahedi Hasan, Adam Hose, Afif Hossain, Mohammad Irfan, Karim Janat, Aryan Lakra, Tom Moores, Chirag Suri, Isuru Udana, Mujeeb ur Rahman, David Wiese

Deccan Gladiators

Imtiaz Ahmed, Prashant Gupta, Wanindu Hasaranga, Colin Ingram, Azam Khan, Zahoor Khan, Lahiru Kumara, Sunil Narine, Kieron Pollard, Bhanuka Rajapaksa, Ravi Rampaul, Mohammad Shahzad, Hamdan Tahir, Imran Tahir, Hafeez ur Rehman, Zeeshan Zameer, Aaron Summers

Delhi Bulls

Sheraz Ahmad, Dwayne Bravo, Amad Butt, Dushmantha Chameera, Kashif Daud, Fidel Edwards, Rahmanullah Gurbaz, Ali Khan, Evin Lewis, Adam Lyth, Mohammad Nabi, Sherfane Rutherford, Waqar Salamkheil, Dasun Shanaka, Nyeem Young

Maratha Arabians

Taskin Ahmed, Muktar Ali, Laurie Evans, Amjad Gul, Mohammad Hafeez, Mosaddek Hossain, Sompal Kami, Shoaib Malik, Ishan Malhorta, Maroof Merchant, Syed Shah, Abdul Shakoor, Pravin Tambe

Northern Warriors

Fabian Allen, Rayad Emrit, Brandon King, Nicholas Pooran, Rovman Powell, Nuwan Pradeep, Wahab Riaz, Andre Russell, Junaid Siddique, Lendl Simmons, Ansh Tandon, Maheesh Theekshana, Amir Yamin

Pune Devils

Waheed Ahmad, Mohammad Amir, Vriitya Aravind, Sam Billings, Mohammad Boota, Nasir Hossain, Chamara Kapugedera, Karan KC, Asif Khan, Dinesh Kumar, Kennar Lewis, Ajantha Mendis, Thisara Perera, Darwish Rasooli, Devon Thomas, Hardus Viljoen

Qalandars

Shahid Afridi, Fayyaz Ahmed, Sultan Ahmad, Sohail Akhtar, Asif Ali, Hasan Ali, Khurshid Anwar, Tom Banton, Ben Dunk, Chris Jordan, Maaz Khan, Sharjeel Khan, Azmatullah Omarzai, Samit Patel, Phil Salt, Sohail Tanvir

Team Abu Dhabi

Ben Cox, Avishka Fernando, Chris Gayle, Alex Hales, Leonardo Julien, Kushal Malla, Chris Morris, Obed McCoy, Karthik Meiyappan, Rohan Mustafa, Usman Shinwari, Naveen-ul-Haq, Hayden Walsh Jnr, Luke Wright, Najibullah Zadran

هغه هېوادونه او چینلونه چې دغه سیالۍ لایف یا ژوندۍ خپروي.

India – Sony Six, Sony Ten 3, Sony LIV

Pakistan – Ten Sports

UK and Ireland – Sky Sports Cricket

Bangladesh – T Sports

UAE: Sony Max Abu Dhabi Sports

South Africa – Super Sports

Sri Lanka – Vasantham TV

USA and Canada – Willow TV

Afghanistan – RTA Sports

Caribbean – Sports Max TV

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې