افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د درې شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو لپاره به نهایې نيټه ډېر ژر اعلان شي

په پام کې ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې میاشتې په وروستیو نېټو کې د زیمبابوئ سره درې شل اوریزې او دوه ټیسټ لوبې ترسره کړي دا سیالۍ د فیبرورۍ په وروستیو کې پلان شوې، خو لاتر اوسه یې کرکټ بورډ دقېقه نېټه له رسنیو سره نده شریکه کړې.


مخکې داسي راپورونه ترلاسه شوی و چې ګوندې زیمبابوئ کرکټ ملي لوبډله به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره پلان شوې درې شل اوریزې او دوه ټيسټ لوبې ترسره نکړي ځکه لاهم په زیمبابوئ هیواد کې د کرونا له وجې ټول ښارونه بندي دي، خو اوس په یو تازه راپور کې ویل شوې چې زیمبابوې کرکټ بورډ د روغتیا وزارت څخه اجازه ترلاسه کړي چې د افغانستان سره درې شل اوریزې او دوه ټيسټ لوبې په متحد عربي اماراتو او یاهم په عمان کې ترسره کړي، یاده دې وي چې د دې سیالیو لپاره لا تراوسه افغانستان کرکټ بورډ نهایي نېټه نده اعلان کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې