نړیوال کریکټ

ایرلینډ، ویسټ انډیز او پاکستانۍ لوبډلې په سپین میدان پاتې شوې

د ایرلینډ، ویست انډیز او پاکستانۍ لوبډلې په سپین میدان پاتې شوې او تش لاس بیرته هېوادونو ته ستنیږي، هغه داسې چې ایرلینډ له افغانستان سره د دریو یو ورځنیو لوبو سیریز درلوده کوم چې افغان لوبډلې وګټه او ایرلینډۍ لوبډله یې تش لاس پرېښوده ددې لوبو درې واړه افغانستان وګټلې، ویسټ انډیز له بنګلدیش سره د دریو یو ورځنیو لوبو سیریز درلوده کوم چې بنګلدیش وګټه او په درې واړه سیالیو کې یې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه دغه لوبډله یې هم تش لاس پرېښوده ، او د پاکستانۍ ښځینه کرکیټ لوبډلې له سویلي افریقا لوبډلې سره د دریو یو ورځنیو لوبو سیریز درلوده کومې چې درې واړه سویلي افریقا وګټلې او پاکستانۍ انجونې یې په سپین میدان تش لاس پرېښودې، په دې سره دغه درې واړه لوبډلې تش لاس پاتې شوې او د مقابلې لوبډلې لخوا کلین سویپ شوې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې