افغانستان کریکټ

که افغانستان نننۍ لوبه په ښه توپیر وګټي نو دوهم مقام به خپل کړي

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه نن د جنورۍ په ۲۶ مه د ابوظبۍ په شیخ زاید سټډیو کې ترسره کیږي، ددې لوبو دوه یې له وړاندې افغان لوبډلې ګټلي دي که چیرته نننۍ لوبه وګټي او په ښه توپیر یې وګټي نو افغان لوبډله به دوه ګټې وکړي یوه خو دا چې ایرلینډۍ لوبډله به تش لاس رخصت کړي او کلین سویپ به یې کړي او بله دا چې نړیوال جام ته د ورتلو په سیالیو کې به دوهم مقام خپل کړي چې د پاکستان، انګلینډ او بنګلدیش څخه به مخکې راشي.

افغان لوبډله د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د ورتګ ۲۴ لوبې ترسره کوي چې د پنځلسو ګټل ورته ډېر مهم دي او باید دا وګټي ځکه خو د نننۍ لوبې ګټل افغانستان ته مهمه دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې