نړیوال کریکټ

ښځینه کریکټ: د نن لوبې په ګټلو سره به سویلي افریقا پاکستانۍ لوبډله کلین سویپ کړي

د سویلي افریقا او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لمنځه دوه یې سویلي افریقا ګټلي لومړۍ لوبه یې له پاکستانۍ لوبډلې څخه د جنورۍ په شلمه د دریو منډو په توپیر ګتلې وه، دوهمه لوبه یې د ۱۳ منډو په توپیر جنورۍ په ۲۳ مه ګټلې وه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د دواړه لوبډلو ترمنځ نن په دوربن سټډیوم کې روانه ده.

که چیرته سویلي افریقا لوبډله په نننۍلوبه کې هم بریا خپلوي نو په دې سره به پاکستانۍ لوبډله تش لاس په سپین میدان پریږدي، ددې لوبو وروسته د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ هم لري چې د جنورۍ په ۲۹ به پیل شي او تر فبروري به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې