نړیوال کریکټ

پاکستان د سویلي افریقا سره ټیست لوبې نن پیلوي

ټاکل شوې چې د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیست لوبه نن پیل شي دا لوبه د پاکستان کراچۍ په سټډیوم کې ترسره کیږي، پاکستانۍ لوبډلې دې لوبو ته د بابر اعظم تر لوبډل مشرۍ لاندې شل کسیزه لوبډله اعلان کړې چې د پخوانیو لوبغاړو له لوري نیوکې هم پرې شوې وې چې په اعلان شوې لوبډله کې ستونزې موجودې دي.

د سویلي افریقا او پاکستان لوبډلو ترمنځ دوه ټیسټ سیالۍ ترسره کیږي چې لومړۍ یې نن د جنورۍ په ۲۶ مه او دوهمه به یې د فبروري په ۴ مه په راولپینډۍ لوبغالي کې ترسره شي، له هغې وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې لوبې هم پلان شوي چې لومړۍ د فبروري په ۱۱مه دوهمه په ۱۳ مه او دریمه د فبروري په ۱۳ مه لاهور لوبغالي کې ترسره کیږي..

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې