افغانستان کریکټ

پاکستان د زمبابوې او افغانستان کوربتوب ته چمتو دی.

د سرچینو په وینا، د پاکستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د سیریز کوربه توب وړاندیز وکړ. د دواړو هیوادونو ترمینځ ټاکل شوې لړۍ لاهم د لوړ لګښت له امله نهایي شوې نه ده.

معلومات ښایي چې افغان کرکټ بورډ افغان لوبغاړو ته د متحده عربي اماراتو یوازې د یوې میاشتې وېزې اخیستي دي، که څه هم افغان کرکټ بورډ غواړي چې د زمبابوې خلاف ټیسټ سیالیو کوربتوب په عمان هېواد کې ترسره کړي، خو ویل کیږی چې افغان کرکټ بورډ د دومره لوړ لګښت توان نلري او ښایي دغه لړۍ لغوه اعلان شي.

د «پرو پاکستاني» راپور له مخې چې پاکستان کرکټ بورډ دواړو هېوادونو زمبابوې او افغانستان ته وړاندیز کړی ترڅو دغه لړۍ په ښه معیار او کم لګښت د پاکستان په کوربتوب ترسره کړي.

په عین حال کې پاکستان د دوه ټېسټ او دری شل اوریزه سیالیو کې د سویلي افریقا لوبډلې کوربتوب کوي، پاکستان فبروري کې د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ او ددې کال په وروستیو کې د انګلستانۍ لوبډلې کوربتوب هم کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» ایف ټي پي پروګرام مهالویش له مخې افغانستان راتلونکي فبروري کې د زمبابوې خلاف ټیسټ سیالۍ لري، خو افغان کرکټ بورډ تراوسه ددغو سیالیو نېټه نده اعلان کړي، نه یې رسنیو ته په رسمي ډول څه ویلي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې