دلوبغاړو په اړه

راشدخان یو بله کارنامه وکړه.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ پیل شوي ورلډ کپ سوپر لیګ سیالیو نن دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه روانه ده، په دغه سیالۍ افغانستان په لومړي وار بیټ سره ۲۶۶ منډې وکړې چې تر ټولو زیاتې منډې راشدخان ۴۸ جوړې کړې.

راشدخان په نننۍ ۴۸ منډو جوړلو سره د نړیوالو یو ورځنیو لوبو «۱۰۰۰» بشپړې کړې، راشدخان په زر منډو جوړولو سره ۱۲م افغان لوبغاړی شو چې ۱۰۰۰ منډې جوړوي.

راشدخان له محمدنبي، محمدشهزاد، رحمت شاه، اضغر افغان، سمیع الله شینواري، نجیب ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، حشمت الله شاهدي، نوروزمنګل، ګلبدین نایب او جاوید احمدي وروسته ۱۲م لوبغاړی دی چې ددافغانستان دپاره ۱۰۰۰ منډې ترلاسه کوي.

راشدحان په ۵۸ اننګزونو کې ټولټال ۱۰۰۸ منډې حوړې کړي، نوموړی ۲۱ اوریج لري، ۵ پنځوسیزې لري او د یو اننګز لوړې منډې یې *۶۰ ناسوځېدلي دي.
راشدخان په ۷۳ یو ورځنۍ لوبه کې ۱۳۶ ویکټې اخیستي دي.

راشدخان که څه هم افغان لوبډله کې د یو ورو توپ اچونکي په توګه لوبیږي، خو د ضرورت په وخت کې توپ وهنه هم کوي چې د لوړو شاټونو ځانګړی مهارت لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې