لیګونه

د شپږم پړاو «PSL» لپاره د نندراچیانو شمېر معالوم شو.

پاکستان کرکټ بورډ غواړي چې د کرونا وایروس د خپریدو کمولو له امله «پي ایس ایل» د محدود شمېر نندارچیانو په شتون کې ترسره شي.

راپورونه زیاتوي چې د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ لپاره د ټیکټونو ټول چمتووالی پیل شوی دی او حتی د ټیکټونو پلور لپاره داوطلبۍ اعلان په «ډیلي نیوز» کې خپره شوې.

د وروستي راپورونو له مخې د پاکستان کرکټ بورډ پریکړه کړې چې محدود شمېر نندراچیانو ته به اجازه ورکړل شي چې لوبغالي ته داخل شي.

د سرچینو په وینا لومړیو سیالیو کې به یوازې «۱۵۰۰۰» نندراچیانو ته لوبغالي ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

سرچینې زیاتوي چې لوبغالي ته د ننوتلو لپاره «ماسک» لازمي دی او له مسک پرته به هیڅ لیدونکی لوبغالي ته د ننوتلو اجازه ونلري.

سربیره پردې په لوبغالي کې یوازې ۱۵۰۰۰ لیدونکو ته اجازه ورکول کیږي چې له هرې یوې خالي څوکۍ وروسته به بل لیدونکي په څوکۍ ناست وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې