افغانستان کریکټ

د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ دریمه لوبه وځنډېده

ټاکل شوې وه چې نن د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه ترسره شي خو اوس تازه راپورونه وایي چې دغه لوبه کې لنډ ځنډ راغلی دی او لږ وروسته به شروع شي، افغانستان کریکت بورډ په رسمي ټویټر پاڼه دا خبر دائید کړی دی او لیکلي یې دي چې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د کاردان پوهنتون کپ یو ورځنۍ سیالۍ په ابوظبۍ کې د بادنو، ګرد او غبار له امله وځنډېده په ترانسپورټ یې هم اغیز کړی او تګ راتګ نه کیږي.

افغانستان له ایرلینډ سره دوه یو ورځنۍ لوبې کړي او دریمه یې نن په ابوظبۍ شیخ زاید کریکټ ستډیوم کې ترسره کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې