دلوبغاړو په اړه

د اضغر افغان هغه خبره چې تراوسه پرې خلک خبر نه و!

د افغان ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان چې اوسمهال په عربي متحده اماراتو کې دی بیګاه په مرکه کې یوه داسې خبره وکړه چې بیخي یې کله نه وه کړې، اضغر افغان وویل چې د کرکټ ترڅنګ مې ګوډې پران الوځول او قطعې (پرې کول) ډېر خوښیږي او زه کله کله قطعې کوم، زموږ ټیم کې تراوسه داسې کوم لوبغاړی نشته چې له ما سره قطعې (پرې) وکړي زه ډېر تکړه یم نوموړي دا خبرې له ملي سپورت سره په مرکه کې وکړې.

اضغر افغان په مرکه کې دا هم وویل چې موږ ډیر کوشش کوو چې پر لوبغاړو کار وکړو او د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام لپاره یوه غوره او تکړه لوبډله برابر کړو، موږ به د لوبو وروسته یو غټ کمپ ولګوو او د لوبغاړو په تکړښت به کار وکړو.
د یادونې ده چې افغان لوبډله نن له ایرلینډ سره دریمه یو ورځنۍ سیالۍ لري چې ګټل یې د افغان لوبډلې لپاره ډېر مهم دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې