افغانستان کریکټ

اضغر افغان: ځوان لوبغاړي خپله له ځانونو سره ظلم کوي

د ملي لوبډلې کپتان اضغر افغان له ملي سپورټ سره په مرکه کې وویل چې ځوان لوبغاړي له ځانونو سره خپله ظلم کوي، موږ ورسره ظلم نه دی کړی، هغه د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ځوان لوبغاړي او تیز توپ اچوونکي ملي لوبډلې ته راشي او بیا نادرکه شي علت یې څه دی؟ کپټان هو موږ زیات لوبغاړي راوستل کار مو پرې وکړ کمپونه مو پرې ولګول هغوی مو کریکټ ته راوستل خو چې کله کور ته لاړل پر ځان یې کار ونکړ بیرته خراب شو دا ددوی ملامتي ده.

د اضغر په وینا کومو ځوانو لوبغاړو چې پر ځان کار کړی تاسو یې ګورئ له موږ سره په ټیم کې پرلپسې لوبې کوي او هغوی چې پر ځان کار ونکړ بیرته لاړل ځکه دوی باید خپل تمرینات جاري وساتي او پر ځان کا وکړي.
هغه د مرکې په جریان کې دا هم وویل چې موږ به د لوبو وروسته د لوبغاړو لپاره یو اوږد کمپ ولګوو ترڅو د نړیوالو جامونو لپاره تکړه استعدادونه راپیدا کړو او خپلې نیمګړتیاوې راسمې کړو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې