دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ډم بیز او جیک لیچ یو ځل بیا سریلانکا لوبډله په خپل کور کې وننګوله

د انګلستان او سریلانکا ترمنځ په دوهمه ټیسټ لوبه کې داسي نه لیدل کیدل چې دې لوبه کې دې کوم وخت انګلستان لوبډله په سریلانکا برلاسي شي سریلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۸۱ منډې جوړي کړي چې په ځواب کې انګلستان لوبډلې ۳۴۱ منډې ترلاسه کړي د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې جي روټ ترنورو زیاتې ۱۸۳ منډې ترلاسه کړي.


د دوهمې ټيسټ لوبې څلورمه ورځ روانه ده، سریلانکا په دوهمه پاڼۍ کې انګلستاني ورو توپ اچونکې ډم بیز او جیک لېچ وننګول تراوسه د سریلانکا ۸ لوبغاړي په ۱۲۰ منډو کې سوځیدلي چي څلور ډم بیز او څلور بیا جیک لېچ له مخې پورته کړي دي، یاده دې وي چې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله کوښښ کوي ترڅو انګلستان ته د لوبې په پنځمه ورځ مناسب هدف مخ ته کیږدي سریلانکا اوس مهال ۱۵۷ منډې مخکې والی لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې