افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

میرویس اشرف پر پخوانیو لوبغاړو سخت انتقادونه وکړل

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کلیدي الراونډر میرویس اشرف پرون په خپله یوه ژوندۍ مرکه کې وویل، زمونږ په لوبډله کې پخواني لوبغاړي ډېر لیدل کیږي نو دا باید ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړي ترڅو افغانستان په راتلونکې کې یوه غوره او ځوانه لوبډله ولري، ایرلینډ سره مونږ ځان نه پرتله کوو ځکه له هغوۍ مونږ پرهر لحاظ ښه یو، افغانستان باید د چټکو توپ اچونکو لید پیل کړي ترڅو پر نړیوالو لوبډلو مونږ برلاسي شو،


میرویس اشرف د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر و چې له ډېره وخته وروسته بیا په ملي لوبډله کې ونه لیدل شو یاده دې وي چې د کرکټ ډېری مبصرین بیا همدا هيله لري چې پخواني لوبغاړي دې وار په وار نور له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي ترڅو ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای پیدا شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې