افغانستان کریکټ

مشهورو افغان لوبغاړو او هېواد والو د رحمت شاه او حشمت شاهدي ستاینه کړې ده

افغان لوبډلې د دریو یو ورځنيو لوبو په سیریز کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه، ددې لوبو دوه پرلپسې افغان لوبډلې وګټلې د همدې له امله افغان لوبغاړو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې او د نورو بریاو دعا یې غوښتې ده، راشد خان ویلي چې زموږ دوه لوبغاړو په دوهمه لوبه کې بهترینه لوبه وکړه، نوموړي د رحمت شاه او حشمت شاهدي تصویران پر فسبوکپاڼه خپاره کړي دي او بیا یې ویلي تاسو هریو ته دې د سیریز بریا مبارک وې، محمد نبي هم ددې دواړو لوبغاړو تصویران خپاره کړي او لیکلي یې دي چې زموږ دې دوه لوبغاړو نن خوندور اننګز ولوبوه همداراز تېز توپ اچوونکي دولت ځدراڼ هم د رحمت شاه، حشمت شاهدي او نوین الحق ستاینه کړې، نوموړي لیکلي ” رحمت شاه زرمتي بهترینه لوبه وکړه، حشمت الله شاهدي بهترینه ملګرتیا وکړه او نوین الحق ښه بالینګ وکړ.

د لوبغاړو ترڅنګ دغه دوه پر ټولنیزه مېډیا د کرکټ مینه والو لخوا هم ډېر ستایل شوي دي، ددې ټولو ترڅنګ حشمت الله شاهدي او رحمان الله ګربز هم خپلو هېواد والو ته د سیریز د ګټلو مبارکي ویلې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې