لیګونه

سیډني تونډر بیګ باش لیګ کې اتم ځل هم بریا خپله کړه

د اسټرالیا هېواد په بیګ باش سیالیو کې نن ۵۳مه لوبه د ادلایډ سټرایکرز او سیډني تونډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نننۍ لوبه ۱۴ اورونه وه چې ادیلایډ لومړی توپوهنه وکړه چې د جیک ویدرلډ د ۸۰ او د جونتن ویلز د ۲۱ منډو پر مټ یې ۱۱۵ منډې جوړې کړې او د ۱۱۶ منډو هدف یې تونډر لوبډلې ته په مخکې کېښود، د تونډر لپاره کرس ګرین، تنویر، نتن او برینډن یوه یوه ویکټه واخسته.

دوهم اننګز کې سیډني تونډر په ډېره اسانۍ لوبه وکړه هدف یې ترلاسه کړ او په ۹ ویکټو یې ادلایډ لوبډلې ته ماتې ورکړه د سیډني تونډر لپاره الیکس هالیس په ۳۹ بالونو ۶۳ او کالم فرګوسن په ۳۳ بالونو ۴۶ منډې جوړې کړې او هدف یې پوره کړ په دې سره تونډر لوبډلې اتمه بریا خپله کړه او دریم ځای یې له ادلایډ لوبډلې وګټه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې