افغانستان کریکټ

د کریکټ بورډ عمومي ریس فرهان یوسفزي ټولو هېواد والو ته د لوبو د بریا مبارکي ورکړه

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د دوهمې لوبې د بریا وروسته، د کریکټ بورډ عمومي ریس فرهان یوسفزي ټولو هېوادوالو ته د دوهمې لوبې او د سیریز د ګټلو د بریا مبارکي ورکړه، د بورډ عمومي ریس د بریا وروسته پر فسبوک پاڼه ولیکل چې ” ټولو هيوادوالو ته دې د ايرلینډ پر وړاندې دويمه پرلپسې بريا مبارک وي، د يوه خوشاله او سوکاله افغانستان په هيله!”

افغانستان له ایرلینډ سره د روانې جنورۍ میاشتې په جریان کې درې یو ورځنۍ لوبې لري چې دوه یې افغان لوبډلې له ایرلینډۍ لوبډلې وګټلې، لومړۍ لوبه افغان لوبډلې د ۱۶ منډو په توپیر ګټلې وه، دوهمه لوبه یې نن په ۷ ویکټو د رحمت شاه او حشمت الله شاهدي په ښایسته ملګرتیا وګټله چې په دې سره یې سیریز خپل کړ.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې