افغانستان کریکټ

د رحمت شاه زرمتي او حشمت شاهدي ملګرتیا د افغان لوبډلې ۹ مخکني ریکارډونه مات کړل

افغان لوبډلې له ایرلینډ سره په سیالۍ کې دوهمه بریا هم په خپل نوم ثبت کړه، خو دې لوبه کې دوه افغان لوبغاړو رحمت شاه زرمتي او حشمت شاهدي اوږده ملګرتیا وکړه چې په دې ملګرتیا سره یې د افغان لوبډلې ۹ مخکني ریکارډونه مات کړل، د افغانستان لپاره ترټولو اوږده ملګرتیا کریم صادق او شهزاد محمدي کړې چې په ۲۰۱۰ کال کې کې د سکاټ لینډ پر وړاندې وه او ۲۱۸ منډې ملګرتیا یې کړې وه.
له هغې وروسته افغان لوبغاړو ۹ نورې اوږدې ملګرتیا هم کړې وې چې رحمت شاه او شاهدي یې ریکارډ مات کړ.

دغو دوه افغان لوبغاړو پرون له ایرلینډ سره ۱۸۴ منډې اوږده ملګرتیا وکړه چې افغان لوبډله کې یې د اوږدې ملګرتیا دوهم ریکارډ ثبت کړ، اصغر افغان او سمیع الله شینواري ۱۶۴ منډې ملګرتیا کړې، رحمت شاه او نجیب الله ځدراڼ ۱۵۸، کریم صادق او جاوید احمدي ۱۴۲، نوروز منګل او سمیع الله شینواري ۱۴۴، ګلبدین او راشد خان ۹۶ منډې او همداسې نورې د اوږدې ملګرتیا مثالونه موجود دې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې