نړیوال کریکټ

بنګلدېش په نننۍ لوبه کې د ویست انډیز د کلین سویپ هڅه کوي

د بنګلدیش او ویسټ انډیز د یو ورځنیو لوبو په جریان دوه مخکنۍ بنګلدیش په لوړ توپیر له ویسټ انډیز لوبډلې ګټلې دي دریمه لوبه یې نن د دواړو لوبډلو ترمنځ لس بجې ترسره کیږي، ویسټ انډیز لوبډله نن له بنګلدیش څخه د لوبې د ګټلو سل فیصده هڅه کوي؛ خو بنګلدیش کوشش دا کوي چې ویسټ انډیز لوبډله په سپین میدان پریږدي او دریمه لوبه کې هم ماتې ورکړي.

بنګلدیش لوبډله پر ویسټ انډیز برلاسې ده ځکه له دې مخکې یې دوه سیالیو کې ماتې ورکړې لومړۍ لوبه بنګلدیش په شپږو ویکټو ګټلې وه او دوهمه هغه یې بیا په ۷ ویکټو، له دې وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ لوبو سیریز هم شروع کیږي چې لومړۍ یې د فبروري په ۳ مه او دوهمه به یې د همدې میاشت په ۱۱ ترسره شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې