دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه ټيسټ لوبه کې هم کوربه لوبډله د ګټې بې غمه کړه

د سریلانکا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه ټيسټ لوبه هم ترسره شوه دې لوبه کې لومړی توپ وهنه کوربه سریلانکا لوبډلې وکړه چې پکي دوی په لومړي اننګز کې ۳۸۱ منډې جوړي کړي د انګلستان لپاره په توپ اچونه کې جمیس انډرسن د سریلانکا ۶ لوبغاړي وسوځول په ځوابي توپ وهنه کې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ۳۴۱ منډې جوړي کړي او خپله ټوله لوبډله یې د لاسه ورکړه.


دوهم اننګز کې سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د انګلستاني د ورو توپ اچونکو مخه ونکړه او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۲۶ منډو کې له لاسه ورکړه د انګلستان لپاره په توپ اچونه کې ډم بیز، او جیک لېچ څلور څلور خو وروستۍ دوه ویکټې بیا لوبډلمشر جي روټ ترلاسه کړي سریلانکا په دوهمه پاڼۍ کې انګلستان لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف په مخ کې کېښود انګلستان لوبډلې دا هدف د لوبې په څلورمه ورځ پوره کړ او دوهمه ټيسټ لوبه کې یې هم ستره بریا ترلاسه کړه یاده دې وي چې انګلستان ته په لومړي اننګز کې فاسټ بالرانو او په دوهمه پاڼۍ کې ورو توپ اچونکو د سریلانکا لوبډله وننګوله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې