لیګونه

ادلایډ سټرایکرز لوبډله نن د ۸ مې بریا په لټه کې ده

بیګ باش لیګ نن د ۵۳ لوبې کوربه دی چې د ادلایډ سټرایکرز او سیډني تونډر لوبډلو ترمنځ به ترسره شي، دا لوبه نن غرمه ۱۲:۴۵ دقیقې په ادلایډ سټډیوم کې ترسره کیږي، دې لوبه کې ادلایډ لوبډله د ۸ مې بریا هڅه کوي، ځکه دې لوبډلې له دې مخکې د ۱۳ سیالیو له منځه ۷ ګټلي او د ۲۸ نمرو په درلودلو سره د تورنمینټ دریمه مخکښه لوبډله ده.

همداراز سیډني تونډر هم د ۱۳ سیالیو له منځه ۷ ګټلي او شپږ یې بیللي چې د ۲۷ نمرو په درلودلو سره څلورم مقام کې ځای لري.
د یادونې ده چې د بیګ باش لیګ په سیالیو کې د ۸ لوبډلو ترمنځ ۶۱ لوبې ترسره کیږي چې د ۲۰۲۱ کال د فبروري تر شپږمې به دوام وکړي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې