نړیوال کریکټ

ښځینه کرکټ: سویلي افریقا د یو ورځنيو لوبو سیریز له پاکستان وګټه

د سویلي افریقا او پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو دوه یې افریقا وګټلې چې په دې سره یې د یو ورځنيو لوبو سیریز له پاکستانۍ لوبډلې وګټه، پرون ددې لوبډلو ترمنځ لوبه کې سویلي افریقا پاکستانۍ لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په اوټېدو ۲۵۳ منډو هدف په مخکې کېښود چې پاکستانۍ لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله، دې لوبډلې د ۸ لوبغاړو په اوټېدو ۲۳۹ منډې جوړې کړې او هدف یې پوره نکړ

دریمه لوبه به جنورۍ په ۲۶ مه ترسره کیږي او له هغې وروسته بیا د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ هم لري چې لومړۍ لوبه یې د جنورۍ په ۲۹ مه دوربن کریکټ سټډیوم کې دوهمه یې د جنورۍ په ۳۱ مه او دریمه یې دفبروري په دریمه نیټه د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې