لیګونه

بیګ باش لیګ: دې لیګ کې نن یو ځل بیا دوه لوبې ترسره کیږي

د استرالیا هېواد د ستر تجارتي لیګ سیالۍ چې په وروستي پړاو کې دي ښې روانې دي نن هم ددې لیګ د سیالیو په جریان کې دوه لوبې ترسره کیږي، لومړۍ لوبه نن ۹:۳۵ دقیقې په اډلایډ لوبغالي کې د سیډني تونډر او اډلایډ سټرایکرز لوبډلو ترمنځ کیږی چې ددې سیالیو ۵۱ لوبه به وي، ادلایډ د دولس سیالیو له منځه شپږ ګټلي او شپږ یې بیللي شپږم مقام لروونکې لوبډله ده، سیډني تونډر د دولس سیالیو له منځه ۷ ګتلي چې د ۲۷ نمرو په درلودلو سره دریمه مخکښه لوبډله ده او نن به هم خپل بخت ازمایي.

دوهمه لوبه هم نن ۱۲:۴۵ دقیقې په میلبورن کرکټ سټډیوم کې د سیډني سکسزرس او هوبارت هوریکانز لوبډلو ترمنځ کیږي چې د روان لیګ ۵۲ لوبه به وي د دوی دوو لمنځه سیډني سکسکزرس زیاتې لوبې ګټلې دې لوبډلې د دولس سیالیو له منځه ۸ ګټلي دوهمه مخکښه لوبډله ده هوبارت بیا د دولس سیالیو له منځه شپږ ګټلي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې