افغانستان کریکټ

افغان لوبډله نن ایرلینډ سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

د افغانستان او ایرلینډ د لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه نن ۱۰:۳۰ دقیقې د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ سټډیوم کې ترسره کیږي، افغان لوبډلې تېره لوبه د ۱۶ منډو په توپیر ګټلې وه، ددې دواړو لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ پلان شوي دي چې د هرې لوبې په ګټلو سره لس نمرې ترلاسه کوي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړې او لس نمرې لري که چیرته په دغه روان سیریز دریو لوبو کې ماتې ورکړي نو افغان لوبډله به له پاکستانۍ لوبډلې مخکې راشي، د ایرلینډ لوبډلې کپتان انډري بلبرني ویلي چې موږ هڅه کوو افغان لوبډلې ته په وروستیو دوه لوبو کې ماتې ورکړو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې