افغانستان کریکټ

کریک انفو د ۲۰۲۰ م کال غوره لوبغاړو جائزې اعلان کړې.

د کرکټ مشهورې ویب پاڼې ESPN Cricinfo د ۲۰۲۰م کال غوره فرفامنس لوبغاړو جاېزې اعلان کړې.

دغه نړیوال ویب سایټ د ۲۰۰۷م کال راهیسې هر کال غوره لوبغاړي اعلانوي چې بېلا بېلې جائزې ورکوي.

دغه ویب پاڼه د خپلو فعالو لیکوالانو، نړیوالو کرکټ مبصرینو او کرکټ پوهانو نظریه اخلي بیا وړ او مناسب لوبغاړي د کال غوره جائزې لپاره اعلانوي.

دغې ویب پاڼې د تل په څېر یوځل بیا د ۲۰۲۰ م کال ۱۴ پړاو لپاره هم د کال غوره ښځینه او نارینه لوبغاړي کړل چې په لاندې ډول دي.

نارینه.

د کال ټیسټ توپ وهونې فرفامنس: اجنکیا ریحاني ۱۱۲ د اسټرالیا خلاف’ میلبورن.

د کال ټیسټ فارمټ غوره بالینګ فارمنس: جوش هیزلووډ د هندوستان خلاف ۸ منډو په بدل کې ۵ ویکټې.
اډلیډ.

د یو ورځنۍ فارمټ غوره فرفامنس: ګلین مکسویل ۱۰۸ منډې د انګلستان خلاف.
مانچسټر.

د یورځنۍ لوبو غوره بالینګ فرفامنس: د زمبابوې مزارياني د پاکستان خلاف د ۴۹ منډو په بدل کې ۵ ویکټې.
راولپینډۍ.

د شل اوریزه فارمټ د توپ وهونې غوره فرفامنس: جونی بیرسټو *۸۶ ناسوځیدلي منډې د سویلي افریقا خلاف.
کیپ ټاون.

د شل اوریزه فارمټ غوره توپ اچونې فرفامنس: لاګي فرګسن د ۲۱ منډو په بدل کې ۵ ویکټې د ویسټ انډیز خلاف.
اکلینډ.

په ښځینه لوبغاړو کې هم الیسا هیلي او پونم یادو ته د شل اوریزه فارمټ غوره توپ وهونې او توپ اچونې جائز‌ې اعلان شوې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې