نړیوال کریکټ

ښځینه کریکټ: سویلي افریقا نن له پاکستانۍ لوبډلې سره لوبیږي

د سویلي افریقا او پاکستان د ښځینه لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه نن ۱۲:۳۰ دقیقې په دوربند سټډیوم کې ترسره کیږي، ددې سیالیو لومړۍ لوبه سویلي افریقا لوبډلې د ۳ منډو په توپیر ګټلې وه هغې لوبه کې سویلي افریقا ۲۰۰ منډې جوړې کړې وې خو پاکستانۍ لوبډله ونه توانېده چې هدف پوره کړې د دریو منډو په توپیر یې ماتې وخوړه

نن هم د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کیږي، سویلي افریقا د نوې لوبډل مشرې سوني لاس تر مشرۍ لاندې بریالۍ ښکاري او ښایي نننۍ لوبه هم وګټي، پاکستانۍ لوبډله بیا نن د جویرا خان تر مشرۍ لاندې د بریا هڅه کوي، د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ نن غرمه پیل کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې