نړیوال کریکټ

لیست ملینګا په ای پي ایل کې نه هېریدونکي تاریخ پرېښود

لیست ملینګا چې ډېر وخت له ممبي لوبډلې سره په ای پي ایل کې لوبیده اوس یې پریکړه کړې چې نور په لیګونو کې نه لوبیږي خو د نوموړي په اړه تبصرې دادي چې ویل شوي” موږ نور د رنګه او ببرو ویښتانو ولا سړی ونه ګورو، موږ به نور د هغه اکټونه ونه ګورو، موږ به د هغه یارکرو توپونو پسې خفه شو” دا هغه تبصرې دي چې د ملینګا د پریکړې وروسته شوي دي.

مګر ملینګا د نړۍ هغه د یارکرو پاچا دی چې تاریخ به یې نوم په یاد ساتي نوموړي په ځانګړي ډول ای پي ایل کې تاریخ جوړ کړی دی، نوموړي په ۱۲۲ سیالیو کې ۱۷۰ ویکټې اخستي دي چې له هندي نوموتي توپ اچوونکي امیت مېشرا هم لس ویکټې مخکې دی، همداراز ملینګا په ای پي ایل کې له هغو پنځه مخکښو توپ اچوونکو څخه دی چې ډیر بالونه یې ډاټ کړي دي نوموړي شاوخوا په سلو کې ۴۱% توپونه ډاټ کړي دي.
خو دغه سریلانکایي مشهور توپ اچوونکي اوس پریکړه کړې چې نور به په لیګونو کې نه لوبیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې