لیګونه

د ډیکن ګلاډیټرز روزونکی «اسدالله خان» دوبۍ ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی اجرایه رایس «اسدالله خان» په لس اوریزه لیګ کې د ګډون په موخه دوبۍ ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې اسدالله خان به په دریم فصل لس اوریزه لیګ کې د ډیکن ګلاډیټرز لوبډلې مشر روزونکی واوسي.

په ډیکن ګلاډیټرز لوبډله کې د افغان لوبغاړي محمد شهزاد تر څنګ د نړۍ نامتو لوبغاړي، سنیل نارین، کېرون پولارډ، عمران طاهر، کولین انګرام او کیمرون ډیلپوروټ په څېر لوبغاړي لوبیږي.

ټاکل شوې ده چې لس اوریزه کرکټ لیګ د روانې جنورۍ په ۲۸مه نېټه پیل شي چې یوازې پنځه ورځې ورته پاتې دي.

دغه لیګ به د راتلونکي فبروري تر ۶مه نېټه دوام وکړي چې هره ورځ یې ۳ لوبې ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې