لیګونه

بیګ باش: میلبورن رنیګارډز لسم ځل هم ماتې وخوړه

د بیګ باش لیګ په سیالیو کې نن ۴۹ مه لوبه د بریسبن هیټ او میلبورن رنیګارډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه نننۍ سیالۍ کې بریسبن هیټ لومړی توپ وهنه وکړه د پنځه لوبغاړو په اوټېدو یې ۱۷۳ منډې جوړې کړې او د رنیګارډز لپاره یې ۱۷۴ منډې هدف کېښود، د هیت لپاره په نن لوبه کې کریس لین ۵۲، مارنوس ۴۹، مکس بریانټ ۲۶ زیاتې منډې جوړې کړې، خو د رنیګارډز لپاره زاک ایوانز ۳ پیټر او عماد وسیم یوه یوه ویکټه واخسته.

دوهم اننګز کې میلبورن رنیګارډز لوبډلې په نولسم اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل ۱۴۷ منډې یې جوړې کړې ددې لوبډلې لپاره سام هارپر ۵۷، شان مارش ۲۸ او جیک ۱۹ منډې جوړې کړې خو هدف یې پوره نکړ.
نننۍ لوبه کې د بریسبن هیټ لپاره مارک سټیکيټي۳، میچل سویپسن، اکسویر بارتلیټ دوه دوه، لیویس او مارنوس یوه یوه ویکټه واخسته او بریا ېې خپله کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې