لیګونه

بیګ باش لیګ کې نن دوه غبرګې لوبې ترسره کیږي

د اسټرالیا هېواد په بیګ باش لیګ سیالیو کې نن هم دوه لوبې ترسره کیږي دا دواړه لوبې نن د جنورۍ په ۲۳ مه ترسره کیږي، لومړۍ لوبه سهار ۹:۳۵ دقیقې په ډوکلانډس سټډیوم کې ترسره کیږي دا لوبه د میلبورن رنیګارډز او بریسبن هیټ لوبډلو ترمنځ ده، میلبورن رنیګارډز د ۱۲ سیالیو له منځه یواځې درې لوبې ګټلي دي ۱۳ نمرې لري مګر بریسبن هیټ بیا د ۱۲ سیالیو له منځه پنځه ګټلي دواړه لوبډلې نن خپل بخت ازمایي.

دوهمه لوبه هم نن ۱۲:۴۵ په میلبورن سټډیوم کې ترسره کیږي داددې سیالیو ۵۰ لوبه ده چې د میلبورن سټارز او سکارچرز لوبډلو ترمنځ به ترسره شي، میلبورن سټارز تر اوسه دې سیالیو کې د پینځه لوبې ګټلي څلورمه مخکښه لوبډله ده مګر سکارچرز بیا ددې سیالیو ۷ لوبې ګټلي دي دوهمه مخکښه لوبډله ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې