افغانستان کریکټ

بابر اعظم ۱۴ کال پخوا د بونډرۍ توپونو لوبغالي ته راوړل.

سویلي افریقا لوبډله په وروستي ځل ۲۰۰۷م کال کې د پاکستان خلاف ټیسټ سیالۍ کې د کراچۍ په قذافي لوبغالي کې ولوبیده.

د پاکستان ځینې رسنۍ وایي چې هغه وخت بابر اعظم د بونډري شاته ناست و د څلوریزو او شپږیزو توپونو یې بېرته لوبغالي ته راوړل.

خو په ۲۰۲۱ م کال کې هم هغه بابراعظم د سویلي افریقا خلاف په ټیسټ سیالۍ کې د لوبډلې لوبډلمشري کوي.

بابر اعظم اوس مهال د نړۍ یو کلاسیک توپ وهونکی شمېرل کیږي چې د نړۍ پیاړو لوبغاړو سره پرتله کیږي او د کرکټ په درې واړه فارمټو کې تر +۵۰ زیات اوریج لري.

بابر اعظم د ۲۰۱۶ م کال وروسته پاکستانۍ لوبډله کې ځای خپل کړ چې د پرلپسې لوبو ترسره کولو وروسته نوموړی بریالی ثابت شو.

بابراعظم اوس مهال د پاکستانۍ لوبډلې په درې واړه فارمټو کې د لوبډلې لوبډلمشري کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې