افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انډریو بیلبرني : مونږ د افغانستان څخه د دوه وروستیو لوبو د ګټلو کوښښ کوو

په پام کې ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ م کال د سوپر لیګ سیالیو د لوبو څخه سبا دوهمه لوبه د ایرلینډ پروړاندې ترسره کړي افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د راشد خان د بهترنې نېمه سلیزې پرمټ ایرلینډ ته په خپل کوربتوب سخته ماته ورکړه، دا سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې روانې دي مخکې هم د ایرلینډ لوبډلمشر انډریو بیلبرني په خپل یو بیان کې ویلي و چې مونږ کوښښ کوو د افغانستان څخه د پنځوس اوریزو لوبو سیریز وګټو،

خو نوموړي اوس په یو تازه راپور کې ویلي، مونږ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سپین بالینګ پروړاندې د ۲۶۵ او ۲۷۰ منډو ترلاسه کولو ته خوښ یو زمونږ هڅه به دا وي چې دواړه پاتي لوبې وګټو، بل پلو لورکن ټاکر بیا د لوبې وروسته ویلي و چې د راشد، نبي او مجیب د سپین بالینګ لوبول ډېر زورغواړې او دا په نړۍ ترټولو بهترینه جوړه ده، زمونږ پلان دا و چې په ډېر ښه شکل سره مخ ته لاړ شو خو بریالي نشو، یاده دې وي چې افغانستان او ایرلینډ لوبډلې به سبا یکشنبه د ورځي په لس بجې او ۳۰ د قېقې د دوهمې پنځوس اوریزې لوبې لپاره میدان ته ښکته شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې