نړیوال کریکټ

اظهر علي : پاکستاني لوبغاړي باید مثبت فکر وکړي

د پاکستان تکړه او خطرناک توپ وهوونکي اظهر علي د پاکستان په ټیم کې له ځوانو لوبغاړو څخه غوښتي چې مثبت فکر وکړئ او چانسونه له لاسه مه ورکوئ، ریسک مه اخلئ او راتلوونکي سیریز کې ډاډه ولوبیږئ، پاکستان له سویلي افریقا سره د ټیست لوبو سیریز لري چې د جنورئ په ۲۶ مه به پیل شي او پاکستان کریکټ بورډ دې لوبو ته شل کسیزه لوبډله اعلان کړې چې زیات پکې ځوان لوبغاړي اخستل شوي.

اظهر علي له لوبغاړو وغوښتل چې پر خپلو وړتیاو باور ولري او ښه لوبه وکړي نوموړي وویل چې کورنی کریکت او نړیوال کریکټ فرق لري نو نوي لوبغاړي باید له خپلو مهارتونو کار واخلي.
له دې مخکې د پاکستان د لوبډلې د توپ وهنې روزونکي یونس خان هم ویلي و چې چې لږ تر لږه باید یو لوبغاړی سل فرسټ کلاس سیالۍ ولوبوي ترڅو نړیوال کریکټ ته لار پیدا کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې