افغانستان کریکټ

ډاکټر عبدالله عبدالله: د ملي لوبغاړو ویاړونه او لاسته راوړنې به د سولې په مذاکراتو کې خوندي پاتې شي

افغان لوبډلې پرون په یوه رسمي یو ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه، چې په دې سره یې د زیاتو مینه والو په سینو کې د کریکټ مړه شوې مینه دوباره راژوندۍ کړه، د کریکټ د ټولو مینه والو ترڅنګ د هېواد د ملي مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم مبارکي ورکړه او وې وویل چې دا لاسته راوړنې به د سولې په مذاکراتو کې خوندي پاتې کېږي او د سولې په تامین سره ځوانانو ته د نورو پرمختګونو زمینه هم برابره شي.

نوموړي پر خپله رسمي فسبوک پاڼه اوږده لیکنه کړې او لیکلي یې دي” د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د ایرلنډ ملي لوبډلې ته د سیریز په لومړنۍ یوه ورځنۍ سیالۍ کې ماتې ورکړه، د کرکټ ملي لوبډلې او نورو افغان ځوانانو د ورزش په ډګر کې تل ویاړونه او لاسته راوړنې خپلې کړي دي. نړۍ ته یې د نوي افغانستان تصویر نندارې ته وړاندې کړی او دا د دې ښودنه کوي، چې افغانان سوله خوښي او له نړۍ سره د ځان برابرولو هوډ او ظرفیت لري. دا ویاړونه او لاسته راوړنې به د سولې په هڅو او مذاکراتو کې خوندي پاتې کېږي بلکې د سولې تامین به افغان ځوانانو ته د نورو پرمختګونو لپاره هم زمینه برابره کړي.
په یوه سوله ییز افغانستان کې به افغان ځوانان د نړۍ په کچه په بېلابېلو برخو کې د پام وړ او لاسته راوړنې ولري، زه د دې بریا له امله کرکټ ملي لوبډلې او ټولو هېوادولو ته مبارکي وایم. او هغوی ته د نورو ویاړنو د ترلاسه کولو دعا کوم”
د نوموړي ترڅنګ د هېواد د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم مبارکي ورکړې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې