دلوبغاړو په اړه

پرونۍ لوبې کې د راشدخان او افغانستان ریکارډونه!

افغانستان د ورلډ کرکټ لیګ لومړۍ سیالي پرون د ایرلینډ خلاف ترسره کړه چې په ۱۶ منډو سره افغانستان بریا خپله کړه.

په دغه لوبه کې بېلا بېل ریکارډونه جوړ شول په لاندې ډول دي.

افغانستان د شپږیزو ریکارډ:
افغانستان څلورم هېواد شو چې په یو ورځنۍ لوبه کې تر څلوریزو شپږیزې زیاتې ترلاسه کوي، افغانستان پرونۍ لوبه کې «۱۴» څلوریزې خو «۱۷» شپږیزې ترلاسه کړې.

له دې وړاندې هانګ کانګ د اماراتو خلاف په یوه سیالۍ ۷ څلوریزې او ۱۳ شپږیزې ترلاسه کړي وې، ورپسې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې انګلستان د افغانستان خلاف ۲۱ څلوریزې او ۲۵ شپږیزې ترلاسه کړې وې.
او هندوستان هم د پاکستان خلاف یوه څلوریزه او ۵ شپږیزې ترلاسه کړي وې.

راشدخان:
راشدخان د افغانستان لومړی لوبغاړی شو چې په یوه یوورځنۍ لوبه کې تر +۵۰ زیاتې منډې جوړوي، ۲ لوبغاړي سوځوي او دوه کیچونه اخلي.

راشدخان لومړی افغان توپ وهونکی شو چې په یو ورځنۍ لوبو کې په «۲۷» توپونو پنځوسیزه ترلاسه کوي، له راشدخان وړاندې محمدنبي او شفیق الله شفق د زمبابوې او ایرلینډ خلاف په ۲۸ توپونو نیمه سلیزې ترلاسه کړي دي.

رحمان الله ګربز:
ګربز لومړی افغان لوبغاړی دی چې د یو ورځنۍ لوبو په یو اننګز کې «۹» شپږیزې تر لاسه کوي، له ده وړاندې محمد شهزاد د زمبابوې خلاف په یوه لوبه کې «۸» شپږیزې ترلاسه کړي وې.

ګربز په نړیواله کچه هم لومړی لوبغاړی دی چې خپله پیلیزه لوبه کې «۹» شپږیزې ترلاسه کوي، له ده وړاندې هندي لوبغاړي «نوجوت سینګ» په کال ۱۹۸۷ کې د استرالیا خلاف ۵ شپږیزې ترلاسه کړي وې.

ګربز د هغو څلورو نورو لوبغاړو په ډله کې شامل شو چې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې دوه سټمپونه کوي.

همدا راز ګربز له محمد شهزاد وروسته او نوروزمنګل سره مساوي افغان لوبغاړی دی چې په یو ورځنۍ لوبو کې زیاتې ۱۲۷ منډې جوړوي.

خبریال: نورخان اشنا

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې