نړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ په لومړي ځل د «بګي» کېمرې څخه استفاده کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ «پي سي بي» پرېکړه وکړه چې د سویلي افریقا خلاف د ټیسټ لړۍ لپاره «بګي» کیمره سیسټم’ معرفي کړي.
د پاکستان کرکټ بورډ د ژوندۍ بڼه سیالۍ د لا ښه کیفیت لپاره کار کوي او د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د سویلي افریقا خلاف د ټیسټ لوبو په لړۍ کې له «بګي» کیمرې سیسټم څخه کار اخلي.
د بګي کیمرې سیسټم څخه اکثره د اسټرالیا او انګلستان په څیر هیوادونو کې ګټه اخیستل کیږي او هندوستان هېواد هم په انډین پریمر لیګ کې ترې ګټه اخلي.

دا په ۲۰۲۰ م کال کې د انګلستان په کوربتوب سیالیو کې په پراخه کچه وکارول شوې، ځکه چې د کرونا وایروس له امله کیمره مین ته اجازه نه وه چې د لوبو پرمهال میدان ته لاړ شي.
د راپورونو له مخې چې د سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ لړۍ وروسته به د دغې کېمرې څخه شپږم پړاؤ پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې هم ګټه واخیستل شي.
بګی کیمره په ریموٹ کنټرول کار کوي، د میدان د سرحدي کرښې او د هغې شاوخوا چاپیریال او توپ وهونکي پویلین ته د ستنېدو په وخت کې لیدونکو ته غوره انځورونه وړاندې کوي.
خبریال: نورخان آشنا

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې