نړیوال کریکټ

ویست انډیز نن له بنګله دېش څخه د غچ اخستلو کوشش کوي

ټاکل شوې چې نن د ویسټ انډیز او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ لس بجې په ډاکه کریکټ سټډیوم کې ترسره شي، ددې لوبه لومړۍ سیالۍ بنګلدېش ګټلې وه هغې لوبه کې د بنګال لوبډلې مشهور الراونډر شکیب الحسن څلور ویکټې واخستې او ویست انډیز ته یې ماتې ورکړه.

په نننی سیالۍ کې به ویسټ انډیز لوبډله هڅه کوي چې له بنګلدېش لوبډلې څخه خپل غچ واخلي، ویسټ انډیز لوبډله د جیسن محمد تر مشرۍ لاندې لوبیږي چې تر ډېره د ویسټ انډیز ځوان لوبغاړي پکې شامل دي، خو بنګلدیش لوبډله بیا د تمیم اقبال تر مشرۍ لاندې لوبه کوي چې ددوی مشهور الراونډر شکیب الحسن له اوږد بندیز وروسته هم بیرته راګرځېدلی.
د یادونې ده چې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د شپږو ویکټو پرمټ ویسټ انډیز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې